IQNA

د الاحساء په لومړني نندا رتون کې د نادرو قرآنونو  ننداره(فیلم+انځورونه)

6:31 - February 28, 2024
د خبر لمبر: 3488798
ایکنا- دعربستان د الاحساء ولایت د خطي نسخو لومړنی نندارتون د عربستان د تاریخ د ټولنې  او ددغه هیواد د علمي کمیټې په همت سره ،د سیاسی او ولایتي چارواکو په شتون سره  افتتاح شو او د اسلامی تاریخي آثارو سره د ګروهمنو  ښاریزو کوربه دی.

ایکنا نیوز د عربستان د واس خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د عربستان د الاحساء والي سعود بن طلال بن بندر د الاحساء ولایت د تاریخي سندونو او خطي نسخو لومړنی نندارتون پرانیست.

دغه نندارتون داسې ډیر اسلامی تاریخي سندونه او خطي نسخې لري چې چې د ۳۰مرکزونو له خوا غونډ کړئ شوي دي او تفسیر،حدیث ،فقې،طب ،نجوم او تاریخ په زمینې کې د نارو او کم موندونکو خطي نسخو یوه ټولګه برابروي.

 په دغه نندارتون کې د قرآن کریم هغه نسخې نندارې ته وړاندې شوي چې په سرو زرو لیکل شوي او د کجورو یا خرما د وَنو پر پاڼو لیکل شوي او په زړه پورې پوښونه لري.

د الاحساء ترټولو پخوانی تاریخي سند ددغه ولایت د الفتاح جومات له تاریخ سره اړونده دی چې په ۹۶۲هجری قمری کال کې په څلورمیټر اوږدوالي سره  لیکل شوی دی .یوه بله تاریخي نسخه په الاحساء کې د ورژو د کرهڼې په باب ده او له پنځه سوه کلن تاریخ  لري،هم په دغه نندارتون کې  نندارې ته وړاندې شوې ده .

د عربستان د تاریخ د ټولنې مشر سامي بن سعد ددغه نمایشګاه د لیدو په وخت  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، الاحساء ولایت له اصلي تاریخه برخمن دی او د دغه شان پیښو په ترسره کولو کې ددغې ټولنې  ګډون د هیواد دملی هویّت  او تاریخي میراث د ساتنې دخدمت لپاره  ترسره کیږي.

ددغه نندارتون په څنډې کې د الاحساء  ځیني تاریخي سندونه او خطي نسخې د  کتونکو نندارې ته د ویډیو  له لارې معرفي کیږي.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4202148

captcha